بایبل دقران په رناکی = دانجینرصاحب حکمتیار له لیکنو خخه

 

ادامه نوشته

بایبل دقران په رناکی = دانجینرصاحب حکمتیار له لیکنو خخه

بایبل دقران په رناکی

عهد قدیم

پيداېښت (اوله برخه)

دا د بايبل د لومړي كتاب نوم دى، د عالم د پيداېښت په اړه بحث كوي، له غيرعلمي بحثونو ئې په ډاګه معلومېږې چې دا كتاب د داسې چا په لاس ليكل شوى چې د پيداېښت د څرنګوالي په اړه د ده معلومات ډېر ناقص او په افسانو ولاړ وو. د بايبل د پيداېښت د كتاب په پيل كې د عالم د پيداېښت په اړه داسې لولو: (په سر كې كله چې خداى ځمكه او آسمان پيدا كړل، ځمكه تشه او بې شكله وه، د خداى روح د تورو بخاراتو پر سر خوځېده، خداى وفرمايل: (رڼا دې شي، نو رڼا شوه، خداى رڼائي خوښه كړه او له تيارې ئې بېله كړه، ده روښنايي د ورځې په نامه او تياره د شپې په نامه ونوموله، شپه تېره او سبا شوه او دا لومړۍ ورځ وه!!) د بايبل په دې وينا كې څو خبرې د غور وړ دي

 • دا خوشې او بې معنا خبره ده چې ځمكه تشه او بې شكله وه!! له دې جملې نه هيڅوك څه مطلب نه شي اخيستى، له هر چا سره دا پوښتنه راولاړېږي چې ځمكه څنګه او له څه تشه وه؟ هر شته شى شكل لري، ځمكه څنګه بې شكله وه؟

ادامه نوشته

عهدقدیم

پیدایشت (دوهمه برخه)

• په (قرائت)، (علم) او (قلم) سره هم انسان ته پر نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى شوى او هم په خپله د انسانانو تر منځ يوه ته پر بل فضيلت.

 • (قلم) د زده كړې او پوهې ډېره اغېزمنه وسيله ده، په دې سره انسان د دې مجال ترلاسه كوي چې په ډېرو هغو حقايقو پوه شي چې له بلې لارې پرې پوهېدل ورته ممكن نه وو • لكه څنګه چې دلته د (علم بالقلم) الفاظ په دې معنا دي چې انسان ته له قلم نه د استفادې استعداد وركړى شوى، الله تعالى د هغه په فطرت كې دا ملكه ايښې چې قلم جوړ كړي، خپل ما في الضمير وليكي او نورو ته ئې انتقال كړي او له دې نه د زده كړې او تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي، همدا راز په نورو آيتونو كې دې ته ورته راغلي الفاظ لكه (علمه البيان) او (علم آدم الاسماء كلها) هم هغو استعدادونو ته اشاره كوي چې انسان ته وركړى شوي، انسان ته د (بيان) ملكه وركړى شوې، كولى شي خپل (مافىالضمير) اظهار كړي او له كلماتو او الفاظو نه په استفادې سره خپل قصد، هدف، نظر او پيغام تشريح او توضيح كړي، هغه ته د هر څه د پېژندو او په هر څه د يوه مناسب نوم ايښودو استعداد وركړى شوى، هغه كولى شي خپله پوهه د نومونو په قالب كې ترتيب، تنظيم او حفظ كړي او نورو ته ئې انتقال كړي. دا د انسان يوه ځانګړتيا ده، دا صفت په نورو مخلوقاتو كې نه شته، په دې سره الله تعالى انسان ته پر ټولو مخلوقاتو فضيلت او شرف وركړى

 

ادامه نوشته

دبایبل خلاصه

د بايبل خلاصه

مخكې له دې چې د بايبل متن ته د مشرح او تفصيلي بحث لپاره داخل شم، په اختصار سره لاندې مطالب ستاسو مخې ته ږدم: • كه تاسو بايبل ته په دې نيت رجوع وكړئ چې پوه شئ د الله تعالى په هكله ئې څه ويلي، هغه ئې څنګه معرفي كړى، مواصفات ئې كوم او د شته والي دلايل ئې څه، نو څه به ترلاسه نه كړئ او د خپلو پوښتنو واضح او سم ځواب به په لاس درنه شي، نه يوازې دا چې تش لاس به تري پورته كېږئ بلكې ډېرې نوې پوښتنې به درسره پيدا كېږي، په بايبل كې به الله تعالى داسې ومومئ چې د كمزوري انسان په څېر دى، انسان ئې د ځان په شكل كې پيدا كړى، يوازې د بنې اسرائيلو خداى دى، له دوى سره دى ، په دوى كې اوسېږي، دوى ئې خپل قوم دى، دوى ئې زامن دي!!


ادامه نوشته