كله كله د انسان په شكل كې راظاهر شوى، د بني اسرائيلو پيغمبرانو ته ئې ځان ښودلى، له يعقوب عليه السلام د بنې اسرائيلو له جد سره ئې غېږې نيولې دي خو په دې نه دى توانېدلى چې هغه راڅملوي!! عادت ئې د ماشومانو په څېر دى، په وړوكي شي خوشحاله كېږي او په وړوكي شي خفه كېږي. د دوى خداى كله په ډېرې وړې خبرې سخت غصه شي او سخته جزا وركوي حتى د ګناهګار تر اووم نسله نه بخښي او كله په ډېر كم او بې اهميته كار ډېر خوشحاله شي او د عامل تر اووم نسل پورې نېكه بدله وركوي. يوازې ګناهګار نه مړاخذه كوي بلكې اولاد ئې هم مجازات كوي. د سر د وېښتانو په خريلو سره سخت ناراضه كېږي او په پرېښودو سره ئې ډېر راضي كېږي!! كله چې داړد عليه السلام د بني اسرائيلو د ځلميانو د شمېرلو امر وكړ، په دې سره الله هومره پرې غصه شو چې ورته وئې ويل: له دغو درېو سترو عذابونو څخه يو غوره كړه: وچ كالي، وبا او د دښمن غلبه، ده وبا غوره كړه!!! د بايبل خداى بني اسرائيلو ته امر كوي چې نور قومونه ووژنئ، په هيچا ئې رحم مه كوئ، ښځې، ماشومان او نارينه ئې له تيغه تېر كړئ، كورونه ئې وران او څاروي ئې ووژنئ او فصلونو ته ئې اور واچوئ. خداى د خلكو په شتمنيو او محصولاتو كې خاصه برخه لري، خو د خداى دا برخه كاهنانو (مذهبي مشرانو) ته رسېږي، قرباني او صدقه به كاهن ته سپارل كېږي، كاهن له بل هر كاره معاف دى، يوازې د معبد خدمت به كوي، خداى د خپل بنده دعا د كاهن له لارې اوري او قبلوى ئې، د كاهن راضي كول د خداى راضي كول دي او د ده ناراضه كول د خداى ناراضه كول دي. كاهنان په هرې خبرې كې له خداى نه مخامخ هدايت ترلاسه كوي، ښه او بد سم او ګناهګار په قرعه معلوموي، د هرې جګړې له شروع كولو مخكې ترې پوښتنه كوي چې دا جګړه وكړي كه نه، خداى په خپله له دوى سره په جګړې كې برخه اخلي، دوى هغه وخت بايد جګړه پيل كړي چې د خداى د ګامونو غږ واوري. د خداى په وړاندې رقص او سرود چنګ و ناى وهل د عبادت په ضمن كې راځي. • كه تاسو وغواړئ چې بايبل په دې نيت ولولئ چې پوه شئ پيغمبران ئې څنګه معرفي كړي، ځانګړتياوې ئې كومې، مډموريت ئې څه، قوم ته ئې څه ويلي، له كوم پيغام سره لېږل شوي، ولې الله تعالى د استاځو په توګه غوره كړي، د دوى امتياز له نورو خلكو په څه كې وو، په ولس كې چا د دوى ملګرتيا كړې، چا ئې مخالفت ته ملا تړلې...؟!! نو د دې پوښتنو واضح ځواب نه شئ موندلى، د مثال په توګه ابراهيم عليه السلام به په بايبل كې يو عادي انسان ومومئ، د تارح ځوى، د بني اسرائيلو جد، يو مهاجر، ... نه ئې قوم ته څه پيغام او لارښوونه درلوده، نه ئې په خپلې ټولنې د مسلط سياسي، اجتماعي او ديني نظام مقابله كړې، څو ځلې ئې خداى ليدلى او يو ځلې ئې خداى ته ډوډۍ هم وركړې!! خو كه تاسو د قرآن په هېندارې كې د ابراهيم عليه السلام شخصيت ته نظر وكړئ نو هغه به داسې يو عظيم شخصيت ومومئ چې سر ئې له آسمان سره لګېږي، داسې شخصيت چې پيغمبر عليه السلام به د ده په هكله ويل: زمونږ سردار او سالار ابراهيم عليه السلام دى، د ده وينا، د ده دعوت، د ده شخصيت، د ده مبارزه، د ده استدلال، همت، صبر .. به هومره اوچت په نظر درشي چې له ځنډه پرته به د ده په عظمت اعتراف وكړئ!! په بايبل كې پيغمبران او انبياء داسې معرفي شوي: نه د اوسېدو خاص ځاى لري او نه خلكو ته د ويلو لپاره كوم پيغام او لارښوونه. كار ئې يوازې دا دى چې پاچايانو ته ووايي: دې جنګ ته ولاړ شه او دې ته مه ځه، په دې كې بريا ترلاسه كوې او په دې كې له ماتې سره مخامخ كېږې. دې قوم او دې كورنۍ ته بركت وركوي او پر هغې بلې كورنۍ او كس د الله لعنت وروي. خلك له دوى نه د غيب خبرې پوښتي او دوى ځواب وركوي. په غرونو او لوړو او اكثراً د خلكو له نظره پټ ګرځي. پاچايان تدهين كوي، په سر ئې د زيتون مبارك غوړي وراچوي او په همدې سره هغه ته پاچائي ورپه برخه كېږي. پر دوى وحي هغه وخت نازلېږي چې ساز او سرود غږېږي او دوى د وجد او مستۍ په حالت كې وي، د غيب خبرې په دې حالت كې دوى ته معلومېږي. بايبل د حزقيال په كتاب كې د انبياوو په اړه يوه په زړه پورې وينا لري چې د دوى د انبياوو څرنګوالى په ګوته كوي، ليكي: دوى د ګدړو په څېر ورانو ويجاړو ځايونو كې اوسېږي، دروغجنې وړاندوينې كوي، د خلكو لپاره د خير خبره، لارښوونه او واضح پيغام نه لري، د خلكو له ژوند سره ئې هيڅ كار نه وي، هيڅ ويجاړ حصار د دوى په لاس نه رغول كېږي، د پاچايانو د سر دعا كوي، د خلكو د غولولو لپاره د پاچايانو سر په زيتون غوړوي او دا د خداى له لوري د ده د انتخاب نښه ګڼي!!! • په بايبل كې د قيامت، بياژوندون، حساب و كتاب، مكافات او مجازات، جنت او دوزخ په اړه څه نه دې ويل شوي، په داسې حال كې چې د قرآن يوه لويه برخه دې مبحث ته مختص شوې، په كومې موضوع چې په قرآن كې تر نورو زيات بحث شوى، د اثبات لپاره ئې زيات دلايل وړاندې شوي او د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام د دعوت اساسي برخه ګڼل شوې همدا د قيامت او بياژوندون موضوع ده، ډېره عجيبه ده چې بايبل د تورات او انجيل او د موسى عليه السلام، عيسى عليه السلام او د دوى د ټولو پيغمبرانو د دعوت دا مهمه برخه حذف كړې او په هيڅ ځاى كې ئې معمولي يادونه هم نه كوي!! • په بايبل كې د شيطان او پېريانو په اړه هم څه نه مومو، له جنت نه د آدم عليه السلام ايستل د شيطان په ځاى د مار كار ګڼي، نه د انسان بد كارونه شيطاني وسوسو ته منسوبوي او نه هغه د انسان د خطرناك دښمن په توګه معرفي كوي، په داسې حال كې چې قرآن د انسان او فرشتې ترڅنګ د پېريانو يادونه كوي، د انسان په څېر ئې بااختياره مخلوق ګڼي چې ښه او بد، كافر او مړمن لري! • د بايبل په مذهب كې ښځه نجس مخلوق ده، په هغه ځاى كې ئې اوسېدل ناروا دي چې مقدس شيان لكه د عهد صندوق پكې وي!! • له غير يهودي سره نكاح كول ناروا او د الله د غضب باعث ګڼل كېږي. • د بايبل يوه لويه برخه قصې دي، خو دا قصې داسې دي لكه د ژمي په اوږدو شپو كې وړو وړو لمسيانو ته د بوډۍ انا قصې، هومره مسخره او د خندا وړ چې د هر عاقل انسان خندا پرې راځي، هيڅ هوښيار انسان به دا ونه مني چې دا قصې د الله تعالى د كتاب برخه كېدى شي، حتى دا به ونه وايي چې دا قصې كوم هوښيار انسان ليكلې دي. • د بايبل بله لويه برخه د بېلابېلو قومونو په شجرو بحث كوي، د دې بحث په ترڅ كې به تاسو وګورئ چې د بايبل له نظره د ځمكې او آسمان له پيداېښته او د آدم عليه السلام له پيداېښته تر نن پورې نږدې شپږ زره كاله تېر شوي چې كه د هر نسل لپاره يوه پېړۍ مختصه كړو نو اوسنۍ پېړۍ د شپېتم پوښت ده، له آدم عليه السلام نه تر نوح عليه السلام پورې لس پوښته، له نوح عليه السلام نه تر ابراهيم عليه السلام پورې لس پوښته، له ابراهيم عليه السلام نه تر عيسى عليه السلام پورې نږدې شل نسله او د عيسى عليه السلام له ميلاده تر نن پورې شل پوښته!! دا په داسې حال كې چې د غرب د انسايكلوپيډيا (دائرۍ المعارف) له مخې د لمر عمر نږدې څلور مليارده او شپږ سوه مليونه كاله دى او همدا دائرۍ المعارف وايي چې د نيل په دواړو خواوو كې داسې آثار ترلاسه شوي چې ښيي له نن نه اوه زره كاله مخكې په دې سيمې كې انسانان د زراعت په كار بوخت وو، د زراعت وسايل ئې جوړ كړي او د ځمكو د خړوبولو لپاره ئې ويالې ايستلې وې!! او ليكي چې په فرانسه كې د كيندنو په ترڅ كې په غار كې داسې منظره موندل شوې چې له نن نه څوارلس زره كاله مخكې انځور شوې!! له دې معلومولى شئ چې انسان به څه وخت او د بايبل له وينا نه څو زره كاله مخكې پيدا شوى وي؟!! مخكې غربي څېړونكو ويل چې انسان پنځه ويشت زره كاله مخكې ګاڼه جوړه كړې او كارولې، په 2006ميلادي كال كې داسې نښې په لاس ورغلې چې ښيي انسان نوي زره كاله مخكې ګاڼه جوړه كړې خو دا ګاڼه ئې د مېوو له زړو جوړه كړې وه، همدا راز ادعا كوي چې د انسان لومړني اجداد نږدې درې سوه زره كاله مخكې پيدا شوي!! دغو غربيانو ته وايو: تاسو څنګه هغه بايبل منئ چې د آسمانونو او ځمكې عمر شپږ زره شپږ كاله او شپږ ورځې بولي؟!! آيا د بايبل د لرې غورځولو لپاره د هغه دغه غلطه او بې بنسټه ادعا كافي نه ده؟!! • د عالم د پيداېښت په اړه د بايبل وينا هومره بې بنسټه او غيرعلمي ده چې هر باشعوره انسان پرې پوهېدى شي، دا غلطه وينا په ډېر صراحت سره ښيي چې دا كتاب نه الهي كتاب دى او نه د كوم عالم او پوه انسان په لاس ليكل شوى كتاب!! • بايبل په ټولو انسانانو كې بني اسرائيل غوره قوم او د الله تعالى نازولي زامن ګڼي، داسې چې جنت د دوى لپاره پيدا شوى او دوى د جنت لپاره، نورو قومونو ته د دوزخ د خس او خاشاك په سترګه ګوري او په بني اسرائيلو كې د لاوي قبيله چې د موسى عليه السلام قبيله ده ستانه ګڼي، دا قبيله به د معبد له خدمته پرته بل كار نه كوي، مصارف به ئې د معبد له عوايدو تډمينېږي!! • بايبل به داسې ومومئ چې ټول بحثونه ئې د اسرائيليانو او د دوى شاوخوا مېشت قومونو په محور څرخېږي، بحثونه ئې له فلسطين، مصر، سوريې، بابل او آشور نه بهر نه وځي، نه د نړۍ د نورو قومونو په اړه څه وايي او نه د نورو ملكونو نومونه اخلي، د انبياوو وړاندوينې ئې په همدې قومونو او ملكونو پورې اختصاص لري، د خداى له لوري د عذاب يا بخښنې او رحمت پرېكړې يوازې په همدې قومونو پورې مختص دي، خداى د اسرائيليانو مل او د دوى د دښمنانو دښمن دى، د پيغمبرانو مډموريت ئې دا دى چې له خداى نه اسرائيليانو ته د بريا او برلاسي غوښتنه وكړي او د دوى پر دښمنانو د عذاب نازلېدو دعا وكړي، كه خداى پر اسرائيليانو غصه شي او د عذاب پرېكړه وكړي دوى ئې مخنيوى كوي او كه په نورو قومونو د پېرزوينې پرېكړه كوي دوى اعتراض كوي او مخه ئې نيسي!! له بايبل نه به دا انتباه واخلئ چې په نړۍ كې نه له دغو قومونو پرته بل قوم شته او نه بل ملك، خداى ټول عالم ته شا كړې او په دغې تنګې سيمې كې اوسېږي، له آسمانه په داسې حال كې راكوز شوى چې تخت ئې څلور څلور سرې فرشتې پر اوږو وړي او په هغه كور كې مېشت شوى چې سليمان په اورشليم كې ورته جوړ كړ!! خو د دې په مقابل كې د قرآن لومړى آيت داسې دى: الحمد لله رب العالمين: ستاينه هغه الله لره ده چې د عالمونو رب دى (نه د يوه خاص قوم رب او نه د يوې ځانګړې سيمې، د ټول عالم او عالميانو رب دى) • په بايبل كې به كافي ډېر تناقضات وګورئ، دلته يوه خبره، څو صفحې وروسته همدا خبره په بلې بڼې كې او د مخكنۍ كاملاً خلاف راغلې، د مثال په توګه دوه ځلې ئې دا خبره ابراهيم عليه السلام ته منسوب كړې چې د سفر په دوران كې ئې خپله مېرمن د خور په نامه معرفي كړه او د پاچا عسكرو ترې بوتله، يو ځل وايي چې له ابراهيم عليه السلام سره دا معامله په مصر كې او د مصر د فرعون لخوا شوې، خو څو پاڼې وروسته ليكي چې دا پېښه د فلسطين په جرار نومي ښار كې واقع شوې او دا كار د فلسطين د پاچا ابيملك له لوري شوى، هلته ليكي چې په دې وخت كې ابراهيم پنځه نوي كلن وو!! او دلته ليكي چې په دې وخت كې ابراهيم پنځه اويا كلن وو!! او لږ وروسته همدا پېښه اسحاق عليه السلام ته منسوبوي او وايي چې له ده سره دا معامله د ابيملك له لوري شوې!! • په بايبل كې به ډېر قبيح تكرار په نظر درشي، هومره چې كه په مكرره توګه راغلي مطالب حذف كړو نو د كتاب حجم به د اوس په پرتله تر نيمائي راكم شي، د مثال په توګه د تثنيې د كتاب ټول مطالب په مخكنيو كتابونو كې راغلي او د همدې كتاب د لومړۍ برخې مطالب په وروستۍ برخې كې بيا تكرار شوي . • بايبل به له خرافي، جعلي او درواغجنو قصو ډك ومومئ، داسې قصې لكه چې وايي: سامسون د خره د ژامې په هډوكي سره زر فلسطينيان ووژل!! سامسون په داسې حال كې د يوه معبد دوه ستنې د لاس په زور ونړولې چې په سترګو ړوند وو، لاس او پښې ئې تړلې وې، د دواړو ستنو تر منځ ودرول شوى وو، په دغو ستنو داسې چت ولاړ وو چې درې زره كسان ترې لاندې راغونډ شوي وو، ده دواړو ستنو ته زور وركړ، ونړېدې، چت راپرېوت او ټول خلك د ده په شمول ترې لاندې شول!! • يو څه چې په بايبل كې به زيات په نظر درشي، نو هغه شمېرې او ارقام دي، په دې شمېرو كې به په خاصه توګه وګورئ چې د اوو په عدد ډېر تركيز شوى اووه، اووه سوه، اووه ورځې، اووه اونۍ، اووه مياشتې، اووه كلونه، اوه سړي، اووه ښځې، اووه لوڼې، اووه زامن، همداسې اووه اووه، كله كله ئې اووه په دوو ضرب كړي او څوارلس څوارلس ئې ترې جوړ كړي او كله په لسو، سلو او زرو ضرب كړي او اويا، اووه سوه، اووه زره او اويا زره ئې ترې جوړ كړي، كه د بايبل په شمېرو كې غور وكړئ په واضح توګه به درته معلومه شي چې دا هسې په تياره كې په پټو سترګو كاڼي ويشتل دي، هيڅ وزن او اعتبار نه لري، د قرآن په وينا رجماً بالغيب دي، له همدغو بې بنسټه ارقامو هم معلومولى شئ چې دا كتاب د يوه ناول ليكونكي لخوا قصه خوښو ته ليكل شوى!! • بايبل دوه برخې لري، (عهد قديم) او (عهد جديد)، لومړۍ برخه ئې اوس له نه دېرشو كتابونو جوړه شوې، او دوهمه برخه ئې له اووه ويشتو، لومړۍ برخې ته هم مسيحيان د سپېڅلې كتاب د مهمې برخې په سترګه ګوري او هم يهودان، د دوى له نظره دا د تورات او زبور مجموعه ده، هيڅوك په يقين سره څه نه شي ويلى چې دا كتاب كله او د چا په لاس په دې بڼې كې ترتيب شوى، د بايبل ليكونكى هم په دې هكله يقيني خبره نه شي كولى چې دا كتابونه چا ليكلي، ده ته هم د دغو كتابونو ليكوالان معلوم نه دي، كه څه هم د بايبل ليكونكي هڅه كړې چې د ځينو كتابونو ليكوالان په ګوته كړي خو په دې صيغه چې وايي: دا كتاب به احتمالاً فلان كس ليكلى وي!! تاسو به د دغو كتابونو په سرليكونو كې ولولئ چې وايي: ښايي دا به سليمان ليكلى وي، ښايي دا به عزرا ليكلى وي... د عهد قديم د كتابونو او اسفارو د شمېر په اړه ټول مسيحيان او يهودان متفق نه دي، د كاتوليكيانو عهد قديم تر پروتستانتيانو اووه اسفاره زيات لري، دوهمه برخه ئې يوازې مسيحيانو ته مختص ده، دې ته د انجيل او د هغه د شرحې په سترګه ګوري، خو دا انجيل يو نه بلكې د ځينو له نظره څلور دي: انجيل متٰى، لوقا، يوحنا او مرقس او د ځينو له نظره پنځه دي او برناپا هم پرې علاوه كوي، د دغو انجيلونو تر منځ كله شديد اختلاف او كله توافق ترسترګو كېږي، له الفاظو او د الفاظو له تركيب نه ئې په وضاحت سره معلومېږي چې دا د بېلابېلو ليكوالانو په لاس ليكل شوي انجيلونه دي، د انجيلونو تر څنګ به ، د عيسى عليه السلام حواريونو او شاګردانو ته منسوب څه رسالې وګورئ، كله چې دا رسالي او ليكونه له انجيلونو سره مقايسه كوئ نو متوجه به شئ چې نه دا د كوم انجيل شرح او تفسير دى او نه په خپله د كوم انجيل يوه برخه، بس يو چا بل ته ليك لېږلى او د بايبل ليكونكي هغه په بايبل كې شامل كړى، په دې كې ډېر ليكونه پولس ته منسوب شوي. • دې ته په پام سره چې قرآن واضح او روښانه تاريخ لري، دا معلومه ده چې كومه برخه ئې كله او چېرې نازله شوې، چا چا له پيغمبر عليه السلام نه اورېدلى او ليكلى او چا چا حفظ كړى، بيا د چا په لاس او په كوم وخت كې له ليكل شوو نسخو، د حافظانو په موجوديت كې يوه نسخه جوړه شوې او په همدې نسخې د ټولو صحابه وو اتفاق شوى او په نړۍ كې خور شوى او الله تعالى د هغه داسې حفاظت كړى چې نن او د پيغمبر عليه السلام له رحلت نه څوارلس پېړۍ وروسته، چې څوك د نړۍ په يوې لرې سيمې كې خلكو ته لمونځ وركوي او د لمانځه په دوران كې كوم لفظ ترې هېر شي، يا ئې ترتيب ترې بدل شي، يا ئې اعراب سم ونه وايي نو مقتديان فتحه وركړي او خپلې اشتباه ته ئې متوجه كړي!! هغه خلك چې بايبل ئې نه دى لوستلى داسې ګمان كوي چې ښايي تورات او انجيل به هم قرآن ته ورته تاريخ ولري، خو خبره نه يوازې داسې نه ده بلكې كاملاً د دې عكس ده، بايبل نه د اصلي تورات او انجيل مجموعه ده او نه ئې شرح او تفسير، په بايبل كې چې كوم كتابونه راغونډ شوي حتى د شمېر په هكله ئې هم د بايبل منونكي متفق نه دي، كه څه هم د دې اختلاف د ختمولو لپاره څو ځلې په بايبل كې تصرف شوى، مشهور مذهبي مشران ئې راغونډ شوي، په دې ئې توافق كړى چې ځينې كتابونه ترې حذف كړى او هغه جعلي وګڼي، خو وروسته بيا بلې ډلې بېرته پرې علاوه كړي، كله چې د بايبل يو كتاب لولئ نو په هغه كې به ډېر تناقضات په نظر درشي او چې بيا دا له نورو سره مقايسه كوئ نو هم به ئې په مطالبو كې شديد تناقض او اختلاف وګورئ او هم ئې په الفاظو او د الفاظو په تركيب كې. په دې اوسنۍ بڼې او ترتيب كې د بايبل د چاپ او خورېدو تاريخ هم ډېر پخوانى نه دى، كه څه هم په يقين سره په دې اړه څه ويل ګران دي، د بايبل منونكي هم په دې هكله له څه ويلو عاجز دي، خو په دې باندې تر لسو پېړيو لږ موده تېرېږي، د موسې عليه السلام له زمانې بيا تر دغه وخته چې بايبل د يوه كتاب بڼه غوره كوله، په تورات او انجيل څه تېر شوي، څومره برخې ئې خوندي پاتې شوې، څومره تغير او تحريف په كې راغلى، څومره برخې ئې حذف شوې او څه څه پرې علاوه شوي، دې پوښتنو ته د تاريخ له مخې هيڅوك ځواب نه شي ويلى، خو په خپله د بايبل له مطالعې نه هر هوښيار او منصف لوستونكى دا قضاوت كولى شي چې بايبل د داسې ګڼ شمېر نوم وركو ليكوالانو د ليكنو مجموعه ده چې نه د موضوعاتو په هكله په خپلو كې توافق لري او نه ئې د ليكنو اسلوب او د استدلال انداز يوه بل ته ورته، يوه غوښتې د شعر په ژبه خبرې وكړي، بل د متلونو په ژبه، بل په فلسفي استدلال سره، بل د قصو او ناولونو په بڼې كې، بل د تاريخ ليكونكي او د شجرو مرتب كونكي په توګه خپل مطلب بيان كړى. • په بايبل كې له تحقيق نه وروسته زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چې ښايي په ټولې نړۍ كې به بل داسې مذهبي كتاب پيدا نه شي چې په تناقضاتو، بې بنسټو او بېهوده خبرو او دروغجنو جعلي قصو كې له بايبل سره سيالي وكړى شي، زه دې ته حيران يم چې هغه انسان به څنګه بايبل د يوه سپېڅلې كتاب په توګه مني چې عقل ولري او په سر كې ئې ماغزه وي!!

 سبحان الله و بحمده، سبحان الله العظيم

حكمتيار