ځوانان دکلی دگـــــــــودر ډیر زیارتـــــــــــــونه کـــــــوی
څوک په شپیلی څوک په آواز دا فــــــریادونه کــــــوی

څوک شکایت څوک حکایت کړی دهــــجران له درده
دچا گل څانگه خـــــــپل لالی باندی نازونه کــــــــــوی

څوک گودر ستایی څوک نفرت له دی گــودره لـــری
څوک په خـــندا څــــوک په ژړا دزړه رازونه کـــــــوی

څوک مازدیگر خوښوی څوک سـره غـرمه کی روان
څوک ځی کوډگروپسی څــــوک تاویــــــــزونه  کوی

څوک دخولگی په تمه څوک سپــــین مړوند یادوی
څوک دجانان له غمه دغم ســـــــــــــــــــــــــازونه کوی

لاروی دی غــــــــــــــــمشریک ددی ځوانانو غـم کی
ددی یارانو په غــــــــم  تـــــل دا فــــــــــــکرونه کوی

میرویس لاروی

{دبې رحمه ګاونډي په هکله دښاغلي حکمتيارشعر}

{دبې رحمه ګاونډي په هکله دښاغلي حکمتيارشعر}

ادامه نوشته

هايكو

خنجر خوستي

30.03.2010 07:54

هلته څو کسه پنجابیانو ژاړل
ما تری پو ښتنه وکړه ولی ژاړې
دوی ویل کر کټ کی افغانانو پړه کړو
=======================
ما ورته وویل چه بې ځا یه ژاړي
تا دتاریخ پا ڼو ته وګوره لږ
تا ته کرکټ مدام افغان ګټلې
====================
نن اوباما افغانستان ته راغې
لکه هوسې بیرته په ډسکه لاړو
ډیر وریده چه خمیره به می کې
===================
کرزی صیب ورته غوږ کی ووایې
چه د زمرو وطن ته مه درومه ډیر
هسې نه بوش غوندې بوټونه وخوری
=========================
نن اوباما ته هر عسکر وویل
چه په دغرو کی زمریان پراته دی
موږه زر بوزه که نه ټول به وخورې

سمیع الله ترون

دياردغبرګوسترګوجنګه ليونى دې کړمـــــــه

څيرې ګريوان سرتورملـنګه ليوني دي کړمه

ياغي سيندونه مې کږې وږې سنـــدرې وايي

دزوړرباب دنغموشرنګه ليونى دي کـــــړمه

دياردمخ نرورګونوکې دې لارې وکـــــــړې

زما دزړه دوينورنګه ليونى دې کړمــــــــــه

زمونږدکلي شين ګودرله تاسروداخيســــــتى

شينکى چيناره ړنګه بنګه ليونى دې کــــړمه

تړون مېاعلي باباله ځي اشنا ته داسي وايــي

له نازه ډکه غنم رنګه ليونى دې کړمـــــــــه

تاته نيمګړی نظم

تاته نيمګړی نظم

 

بيا مې دزړه دنېا خرابه شوله

بيا مې ګرېوان کې ېوه تڼۍ نشته

اوس ېوه ورکه تلوسه لټوم

اوس مې مزه د زندګۍ نشته

ادامه نوشته

پښتون پوښتنه د پښتونه په پښتو كې وكړه

ادامه نوشته

كوڅه ډب ------------ دمرحوم خالص بابا له شعرونوڅخه

پيشو خاندي
ادامه نوشته

غزل

غزل

 

د يو چا فکر مــــــي له ســــره  ووت

ايــله می غــشې له ځيګره  ووت

ستا قدردان ستا په لېمو پسي مړ

هاغه دی مات زړه دي له دره ووت

د اور کړۍ پـــــــــرموږ را وڅرخېده

ميړه هغه شو چـــــــــې په نره ووت

چې يې د چــم د خلکو نوکي ايستې

اوس هغه غـــــچ  له ستمګره  ووت

بازيده،ستا پرزړه چې بارغوندي وو

ځنـګه په يوه خوږه خـــــــبره ووت

 

عبدالوهاب بازيد   

سوال می قبول کړه خدای لپاره-- دلیکنی تړاو=>شعرونه

ادامه نوشته

شعرونه او غزلونه

دلازیاتوشعرونو او غزلونو لپاره د دوام کلمه ته فشار ورکری .

ادامه نوشته

دخیال محمد کټوازی دشعرونولړی

ځوانه که پښتووایی نوښه پښتوبه وایی

                                        دغه دجنت له خوا توښه پښـــتوبه واییګران هیواد

ته د درنوغرونوپه لمنوکی لویی شوی یی

                                   سپکه خوبڼکه ده  درنــه پښـــــــــتوبه وایی

ښه یی له پردیو زیږدیو تورو څـخه وچڼه

                                   ستاژبه سپیڅلی ده سوچه پښـــــتوبه وایی

ادامه نوشته

میلمه یی

میلمه یی

زه د ې نی غوند ی وچ کلک کړم ته هغسې تر تازه یی
د ا  ته  څر نګه  مخلو ق  یی د ا  ته  څنګه پر ښته  یی

زه  په  سره  تبۍ   نینه  شوم  ستا له ظلمه ستا له جوره
لا  د ۍ ډ ک د ی زړه له  کبره لا  هغسې  تکه سره یی

مود ی  و شو ی انتظا ر یم  د  رته  هره  لا ره څا  ر م
 ته  و ږ مه   ز ما   له  غو  لی  ا  لو  تلی   ا و ا ره یی

ادامه نوشته

سلامونه درليگم

د مينې په درشل کې سلامونه درليګم
منظور يي کړه په مينه ارمانونه درليګم
دګل په پاڼه پاڼه کې تصوير دمينې ګورم
غونچوسره يوځاې درزړه رازونه درليګم
نن بيادمينې ورځ ده انتظارديو ديدن يم
پلوله مخې پورته کړه سوالونه درليګم

ادامه نوشته

شعر

دغه خړ پړ چي ښکاريږي دا هغه پښتون زلمې دې

هرميدان يي دې ګټلې دا هغه ځوان ميړنې دې

دا چي  نن په جامو خواردې د زمان به دا ګناه وۍ

د ملالې پاک بچې دې هرزمان کى نوميالې دې

د شملې زورې معلوم دې هر ګاونډ په دې پوهيږي

دې د غرونو غرڅنې دې په زمريانو کي زمرې دې

 

ادامه نوشته

غـــــز ل

بېل ژوندون دى، بېل جهان دى ســـر تر پايه
پاس يې څاره! شين اسمان دى ســر تر پايه

د دی خـــــړو پــــــړو وريـــــځــو زړه كې پـټ لا
يو اميــد د ښــــه بـــــاران دى ســــر تـــر پـايه

د كــــالـــــه مـــــاشـــــومـــان ټولـه ور تـه ناڅي
سات تيرى غـــوندې دوران دى سر تر پايه

زمـــوږ د كــــــلي د مـــــيـنـــــو دغــــــــه نښـــــه
چې شكېدلى زما ګـــــرېوان دى سر تر پايه

څه به ډاډ دركـــــړي لېمــــــو نه تر ګـريوانه
دا مې اوښكې جوړ كـاروان دى ســر تر پايه

د ښكـــلا نقاشــــه ګـــــوره يې په ځــــير ځــــير
دا زمــا ښكـــــلى جــانــان دى ســـر تـــر پـايه

هارون حکیمی

دعلامه رشاد شعرونه

د علامه رشاد بابا(رح) شعرونه 

پسرلى سو

پسرلى سو، راسه غم كړو آواره
هر پلو ته د قدرت كړو ننداره
بل څه نه دى، حقيقي حسن و كمال دى
په جامه كښي د اجسامو سو ښكاره
څو تر څو د خوني ګوټ دى او وچ زُهد
سترګي و پرانځه زاهده  بېچاره !
ته راووزه دلته نوري نندارې دي
د غوټۍ ګرېوان هوس كا ورپاره
د پاكانو قدم ږدي خوبان پر سترګو
ګلو غېږ كړه د شبنمو ګهواره
ساقي ! واچوه هغه اوبه و جام ته
چي خمار له سره باسي يكباره
بورا زېرى مي درباندي راځه بڼ ته
ها نامرادو ښكلو ژوند موند دوباره
لطافت پر څپو راغى كه "رشاده" !
ښكلوي نسيم د ګلو رخساره؟

 

د كابل مجلې د مشاعرې په لړ كي 1323 ش

-------------------------------

انارګل

 راغلې په نڅا د ژوند وږمې ، خاندي ګلونه بيا
ويښ كړه پسرلي د ناز په خوب بيده ښاخونه بيا
پوري سرې لمبې كړلې په درختو د ، انار ګلو
كان د حسن وچاود را برسېر سول سره لالونه بيا
بيا د باغ نسيم د غوټۍ شونډو وته خوله وروړي
ايسته يې له مخه د ښايست كړه نقابونه بيا
مست يې بلبلان كړه په چيغارو په نارو سوله
توى كړه شنو جامو ته انارګل سره شرابونه بيا
پورته سوې وړانګې د ارغنداو د آسمان څنډو ته
ګورئ ! دا چي ښكاري د شفق خوني موجونه بيا
باد چي پر راوالوزي سرې څانګي په ټالونو سي
ته به وا څپې وهي د سرو وينو رودونه بيا
اې د ارغنداو په ګلو ډكي د خوښۍ سيمي !
اې په ميوو ښادي، د عشرت او خوشحالۍ سيمي !
كشكي ستا په غېږ كي د امان آرام خوبونه واى
كشكي په لمن كي ستا د علم څه ګلونه واى
كشكي ويني سرې واى ستا د خلكو په دوستۍ سره
كشكي تاوده زړونه واى په تا كي په خپلوۍ سره
اې د ارغنداو مسته روان په غورځنګو روده !
وګوره لږ ماته، اې د ننګي د اورشو روده !
وبخښه دې قام ته يوه مور "د زرغونې"(۱) په شان
لوى چي "احمدشاه" كړي بيا د پاكي پښتنې په شان
ولړزوي غرونه او رغونه سربازي وكړي
يو كړي پښتانه د پښتونخوا سرفرازي وكړي

 

7 د ثور 1356 ش

كندهار

 --------------------------------

د نارنج ګله !

 نه ځائيږي ستا د كمال ګنج په دې غوټيو كي
څيري كړه پردې، راځه نړۍ ته د نارنج ګله !
ژوند وكه، ژر وپاڅه، راووزه له شنو پاڼو څه
تږي دي وږمې ستا خوشبويۍ ته د نارنج ګله !
مستي كړه بيا زركي د سپين غره په خواږه بوى سره
وركړه ګبينه سوغات مچۍ ته د نارنج ګله !
مه پرېږده نامېنده، تش كچكول د خير وږي ته !
وركړه د نافې تحفې هوسۍ ته د نارنج ګله !
مه منه چي پاته سي ستا حسن پټ له سترګو څه
وركړه جام د ميني و ځوانۍ ته د نارنج ګله !
اور كه له غاټولو سو پيدا په مړو نغريو كي
ته وركړه د ژوند اوبه مستۍ ته د نارنج ګله !
باد كړه د لونګو درمندونه په دې غرونو كي
وپاڅوه هيلي د ژوندون په دې مړو زړونو كي

جلال آباد

1 د حمل 1356 ش

------------------------------

د نارنج ونه

ناڅي پكښي حوري د مستۍ، خو ليدل كيږي نه
دا د ميو خُم كه د نارنج د ګلو وني دي
وړي يې له ځانو سره وږمې د سوغاتو په رنګ
بوى د شګوفو يې د نافو د زړونو ستني دي
رسي لخلخلې د خوشبويۍ د خيبر څوكو ته
ډكي يې له عطره د سپين غره او كونډ(۲) لمني دي
ناز كړه ننګرهاره ! د دې ګلو په موسم سره
مستي يې له فيضه د بهار، د كابل جني دي
ورك دي وه اهاړ د بېكاريو، له باغو څخه
ليري دي خزان د ناروغۍ وه له راغو څخه
تل دي بزګران په غړو روغ په زړو خوشاله وه
تل دي مالداران په مال ماړه راضي له حاله وه

5 د حمل 1350 ش

ننګرهار _ د نارنج د ګلو مېله

---------------------------------
خزان

راغى خزان بيا د باغ و راغ دلربايي درومي
ښكل درومي، جمال درومي نشاط او تازه ګي درومي
ذوق چي يې ګرېوان له لاسه نه سو خلاصلولاى هيڅ
نن د بڼ د حُسن هغه مسته دلبري درومي
سترګي چي يې هيڅ نه مړېدلې په ليدو سره
ګوره وار په وار د ګلو هغه رنګيني درومي
زړه چي يې جنون تر پرده ايست(۳) په نندارو پسي
هغه چي د باغو د زڼيو(۴) هغه زيبايي درومي
كوكي د بلبلو يې جرس غوندي اعلان كوي
ميشتي قافلې د رنګ و بوى د پسرلي درومي
څيري كړه بوراو ځيګرونه په اغزو سره
نه غواړي ناكام د بڼ له غولي(۵) نه ژوندي درومي
ژبي د توتيانو د حيرت په رنجو ګونګي سوې
آه ! چي خوبرويان د چمن څومره په تادي(۶) درومي
څه درومي؟ هيڅ نه درومي، يو جذب و حرارت درومي
دا چي حُسنُ و عشق يې په جلب كي په سيالي درومي
راوړه ساقي راوړه هغه اور چي د غم كور سوځي
لمر د هوس لوېږي هله ژر كوه ځواني درومي
مه درومه ځوانۍ ! تر سر دي وګرزمه ژوند ته يې
ته درومې، نشاط درومي، لذت درومي مستي درومي
مه درومه چي نه درومي له ما څخه عالم د خوند


(۱) د زرغونې انا زيارت د ارغنداو د رود پر ښى غاړه باندي په كوهك كى دى.

(۲) كونډ : يو غر دى چي د جلال آباد شمال ته پروت دى.

(۳) ايست = ايسته، ايستى، يوست.

(۴) زنگى = حگلمى، حگوانان.

(۵) غولى = صحن.

(۶) تادي = تعجيل، شتاب.

http://lekwal.com/

دفهيم امين زي شعرونه

سهارماښام

ترخه ترخه راته ووايه چې لرى درنه وګرځم
سترګوکې پوهيږم نه داعادت زه نه لرم

ته شه رانه لرى مانورپريږده ارمانوسره
ويره چې نه کړى داوجدان زه نه لرم

ستافکرکې ناست سرپه زنګون يمه سهارماښام
دامى کارو باردى نور جانانه څه کارنه لرم

ته کوى اقرار هميش چې زمادرسره نه لګى
زه دى دىخبروته جانانه ځواب نه لرم

ته که رانه لرى شوى ژوندون ته دپاى ټکى ګږدم
ځکه دخوبانو کلکسون کې زه يارنه لرم

تاسره مى مينه ده دابه رانه اورى تل
نوردزړګۍ سره څه اقرار اوګفتار نه لرم

ما(امين زى) سراومال قمار ايښى ستامينه کى
نور نوله رقيب سره څه داراومدار نه لرم


اوبياهم ياره
مه لټوى زړه مې پرهارى ياره
پريږده پرې زخمونه پخوانۍ ياره
څنګه دې زه هيره کړم هيريږې نه
تاپسې مې کړي دي خواري ياره
نه به درته وايم په ماڅه وشوه
تاچې درقيب کړه پلوي ياره
تابه ورته څه ويل دانه پوښتم
 ودې کړه له ماځينې دوري ياره
بس په زوره ووايه چې يار دې يم
نورمې نو کم زورمه ازميه ياره
ته چې زمانه منې زه څه وکړم
تل کوې له مانه سرکشي ياره
مه ګرځه په ډډه رانه مه ګرځه
راشه راسره وکړه دوستي ياره
څه وشوه زماپه ليلاڅه وشوه
ماسره يې وکړه بيوفايي ياره
دانوراته مه وايه چې صبرشم
دامې دټول عمرده خواري ياره
ورشه رقيب ورټه او وي رټه
بيانوماته پريږده سر زوري ياره
نارې کړه دکلي منځ کې نارې کړه
وايه درسره يمه اشتي ياره
نه راځي زما احوال ته نه راځي
دامې د ليلاده بې ننګي ياره
نه راځى احوال مې ديار نه راځى
اوس يم ورپسى ډيرسودايي ياره
لاړه بيوفاشوه رانه لاړله
نورې به راوکړى څه کاني ياره
نه مې ورته ښه نه ورته بدوکړه
ماسره يې څه وه دښمني ياره
ووايه احوال يې راته ووايه
تاته يې څه کړى بهاني ياره
نه مې شته په خواکې مې يار نشته دى
يارځينې دورې مې ځوروي ياره
ليکي درته څو کرښې به وليکي
داد(امين زى) ده شاعري ياره


غزل
کرکه کوم له مينې دامې عادت شوى دى
له ښکلوګرځم لرې دامې عادت شوى دى

پروادهيڅ نه کوم دخپل پردي نه منم
له کلى ځم چې لرې دامې عادت شوى دى

ظلم زغملاي نشم،مظلوم ليدلاي نشم
نه شم ويلاي اغابلې دامى عادت شوى دى

له چاڅه نه غواړمه نه له چا تمه کووم
نه کړم تقديرځينې شکوې دامې عادت شويدي

کاروان ډېر لرې تللي پسې روان به يمه
جاري چې ساتم هڅې  دامې عادت شويدي

 که سيم اوزرراکوي يا ځاي لږ برراکوي
 نه چې غولېږمه پرې دامې عادت شويدي

مورهېرولاي نشم،خاوره پلورلاي  نشم     
  دايې راکړي چې شدي اوس مې عادت شويدي

د(امين زي) دنيا چې چا ورانه کړه
که ورته ځېرشي وروره تل به نفرت ترينه کوي

دليكوال ويب پاني نه اخستل شوي http://lekwal.com/