بسم الله الرحمن الرحيم

 مقدمه

 د صليبي ځواكونو په لاس د اسلامي خلافت له زواله وروسته، غرب ته پر ټولې نړۍ د برلاسۍ موقع په لاس ورغله، دوى اسلامي خلافت ټوټې ټوټې كړ او په وړو وړو ملكونو ئې ووېشو، پاچايان، جنرالان او بې دينه واكمنان ئې پرې مسلط كړل، د دې مستعمراتو د فوځ جوړښت، سياسي نظام او تعليمي نصاب ئې داسې جوړ كړ چې له يوې خوا د دوى ګټې تډمين كړي او له بلې خوا اسلام ته د مسلمانانو د بيا ورګرځېدو او د اسلامي خلافت د احياء مخه ونيسي، خو غرب له فكري خلا سره مخامخ وو،

 د مسيحيت مسخه شوى دين د دې جوګه نه وو چې د غرب د نوي نسل پوښتنو او غوښتنو ته ځواب ووايي څه دا چې محكوم ولسونه ئې منلو ته چمتو كړي، لا ډېره موده نه وه تېره شوې چې غرب د الحاد او دين دښمنۍ له څپانده طوفان سره مخامخ شو، د غرب ځوان نسل د انجيل، كليسا او پاپ وينا د حقيقت او علم خلاف موندله، د انساني ژوند له تنظيمه عاجز او د انسان پوښتنو ته له ځواب ويلو معذور. له دې دين نه د بغاوت بهير پيل شو، په بېلو بېلو پړاوونو كې ئې بېل بېل رنګونه غوره كړل، په پاى كې د بغاوت دې بهېر د كمونيزم بڼه خپله كړه، چې دا هم د غرب له سياسي، اقتصادي او اجتماعي جوړښت نه بغاوت وو او هم له ديني جوړښته او له انجيل، پاپ او كليسا سره د مخالفت تونده څپه. د كمونيزم له ظهوره وروسته فكري مبارزه په دريو جبهو ووېشل شوه: له يوى خوا د غرب او د غرب په غېږ كې د زېږېدلي كمونيزم ترمنځ، له بلې خوا د كمونيزم او اسلام ترمنځ او په درېيمى جبهې كې د غرب او اسلام ترمنځ، اسلامي امت په سياسي محاذ كې د صليبي ځواكونو په وړاندې ماتې خوړلې وه خو د فاتح ځواك دين او مذهب له دې عاجز وو چې اسلام ته ماتې وركړى شي، كمونيزم داسې پړاو ته ورسېدو چې غرب ئې له مقابلې عاجز شو، هم په سياسي او نظامي محاذ كې او هم په فكري محاذ كې، ټوله شرقي اروپا، د روسيې او چين په څېر دوه ستر ملكونه، چې نفوس ئې د امريكا او اروپا څو برابره دى، د جنوبي امريكا ګڼ شمېر ملكونه، ټوله مركزي آسيا او د مصر، سوډان، عراق، سوريې او يمن په څېر اسلامي هېوادونه د كمونيزم لاس ته ورغلل. خو په اسلامي هېوادونو د كمونيزم سلطه همغسې وه لكه د غرب سلطه، چې يوازې نظامي، سياسي او اقتصادي وه او له دې عاجز وو چې اسلام ته ماتې وركړى شي. كمونيزم د اسلام په وړاندې ماتې وخوړه، د كمونيزم ستره اډه، شوروي اتحاد په افغانستان كې د ماتې په وجه په زوال محكومه شوه او د كمونيزم ټغر ټول شو. خو اسلامي امت په داسې دريځ كې نه وو چې له دې سترې بريا هغه ګټه ترلاسه كړي چې ورسره مناسب وه، برعكس د شوروي اتحاد له ماتې نه امريكا ته دا مجال په لاس ورغى چې د نړۍ د يوازني زبرځواك په توګه تبارز وكړي. او په دې سره مسيحت د يوه فاتح ځواك د مذهب بڼه غوره كړه، نن مسيحيت په داسې موقعيت كې دى چې د امريكا، انګلستان، ايټاليا، اسټراليا او كاناډا په څېر ګڼ شمېر هېوادونه ئې په واك كې دي، هغه ملكونه ورسره دي چې په اقتصادي، سياسي او نظامي لحاظ د نړۍ په لويې برخې يا مخامخ او يا په غيرمستقيمه توګه حكومت كوي، امكانات ئې پراخ، لاس ئې آزاد او د كار مجال ورته برابر، مسيحيت ته د خلكو د رااړولو لپاره هومره پراخ امكانات په واك كې لري چې د نړۍ په تاريخ كې نه مسيحيت او نه كوم بل دين ته په لاس ورغلي، خو سره له دې، ناكام دى او له دې عاجز چې د دې دين د منونكو دائره پراخه كړي، دا خو پرېږده حتى له دې عاجز دى چې له مسيحيت نه د خلكو د اوښتو مخه ونيسي، په غربي هېوادونو كې هر كال په سلګونو كليساګانې تړل كېږي او پاتې ئې هم داسې چې د ګوتو په شمېر عمر خوړلي ئې ليدو ته زړه ښه كوي. دا په داسې حال كې چې واتيكان نږدې شپږ لكه مبلغين استخدام كړي، پراخ تبليغاتي وسايل لري، د اجتماعي خدماتو تر پردې لاندې مسيحيت ته د خلكو د ترغيب لپاره ئې په زرګونو مراكز پرانستلي، د واتيكان د ادعا له مخې دوى په اته څلوېښت اسلامي هېوادو كې د خپلې خوښې داسې واكمنان مسلط كړي چې د دوى په امر هر څه كولو ته چمتو دي. او دا په داسې حال كې چې اسلام يتيم دى، پر اسلامي ملكونو ظالم، جابر، منافق او د پرديو په لاس مسلط شوي واكمنان حكومت كوي، د اسلام په لوري د بلنې هر خوځښت تر نورو د مخه د همدغو چارواكو په لاس ځپل كېږي، پر افغانستان او عراق د صليبي ځواكونو ګډ بريد او له دوى سره د اسلامي هېوادو د حكومتونو څرګندې او پټې ملګرتيا وښوده چې اسلامي امت څومره مظلوم او اسلام څومره يوازې دى؟؟!! په افغانستان كې د شوروي اتحاد ماتې او نن په عراق او افغانستان كې اسلامي مقاومت او د هغه له ځپلو نه د غربي ځواكونو عجز او ناتواني اسلامي امت راويښ كړ، غرب د اسلامي امت له راويښېدو وېرېدلى، دا ويښتيا د خپلو استعماري ګټو لپاره ستر ګواښ ګڼي، اسلام ته د ځوان نسل د پراخ راتګ، په غربي نړۍ كې له محرف مسيحيت، پانګه وال اقتصادي نظام، بې هدفي او بې فرهنګي نه د صالح وګړو ژوره كركه او د اسلام په لوري د دوى ورځ په ورځ پراخه رجوع؛ غربي استعمارګران سخت وېرولي، د مقابلې لپاره ئې ملاتړلې، پر افغانستان او عراق د دوى وحشيانه بريد او دلته په پاتې كېدو د دوى د ټينګار اصلي وجه او موخه همدا ده. خو ږن شاء الله دوى به په دې صليبي جنګ كې همداسې له ماتې سره مخامخ كېږي لكه چې شوروي اتحاد ورسره مخامخ شو. افغان مجاهدين او عراقي سرتيري به دوى ته هم د كمونيزم په څېر ماتې وركوي. صليبي ځواكونه په افغانستان او عراق كې يوازې د جنګ په سنګرونو كې د اسلام او مسلمانانو مقابله نه كوي، په نورو برخو كې هم پراخې هلې ځلې لري، يوازې په افغانستان كې ئې دوه نيم زره انجيوګانې (غير دولتي مړسسې) جوړې كړې او نږدې يو لك مامورين ئې په كې استخدام كړي چې دا ټول مسيحيت ته د افغانانو په اړولو او د اخلاقي فساد په خورلو لګيا دي. دوى له تايلند، چين، جنوبي كوريا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په زرهاوو بد لمنې نجونې افغانستان ته راوستې، په هوټلونو كې ئې ځاى په ځاى كړې او د اخلاقي فساد خورولو دنده ئې وركړه، يوازې د جنوبي كوريا له هېواده ئې نږدې دوه زره كسان په همدې موخه خو د سياحت په نامه راولېږل، په باميان كې په خاصه توګه او د شمال په ځينو ولاياتو كې ئې كار پيل كړ، خبره ئې رسوايي ته ورسېده، خلكو د دوى په فعاليتونو اعتراض وكړ او حكومت ته ئې وويل چې دوى مسيحيت ته د افغانانو د اړولو هڅې كوي، بايد له هېواده وشړل شي، حكومت مجبور شو او د دوى د ايستلو اعلان ئې وكړ!! د عبدالرحمن پنجشيري ارتداد، څرګند اعتراف، نيونه، د بش، بلير، پاپ او نورو فوري عكس العمل او له څه ځنډه پرته د ده ژر خوشې كېدا او ايټاليا ته تګ؛ د اسلام او مسلمانانو په ضد د غرب د خطرناكو توطئو ابعاد ښه بربنډ كړل، دا د يوې شرمناكې توطئې يوه كړۍ وه، دا ډرامه د دې لپاره جوړه شوې وه چې مرتد شوو افغاني مسيحيانو ته وښيي چې افغانستان اوس ستاسو د ملګرو په واك كې دى، حكومت او چارواكي ئې ستاسو هم مسلكه او ستاسو په خدمت كې دي، څوك مو د ارتداد په جرم نه نيولى شي او نه محاكمه كولى، دوى ته ويل شوي وو چې په افغانستان كې زيات شمېر كسان مخصوصاً د انجيوګانو پرسونل او د حكومت لوړ پوړې چارواكي مسيحيت ته اوښتي، خو له وېرې خپل ارتداد نه شي اعلانولى، د ايټاليې استخباراتو دا پرېكړه وكړه چې عبدالرحمن پنجشيرى دې ته تيار كړي چې خپل ارتداد بربنډ كړي، د كورنۍ غړي ئې اړوند ادارې ته اطلاع وركړي، ونيولى شي، په محكمه كې په خپل ارتداد اعتراف وكړي، د محكمې بهير څرګند شي، ټول خلك ترې خبر شي، خو د امريكا، انګلستان، ايټاليا، كاناډا، اسټراليا او نور حكومتونه فوراً او جدي عكس العمل وښيي، د فوري خوشې كولو غوښتنه وكړي، خلاص شي او په ايټاليا كې پناه وركړى شي، تر څو په دې سره د هغو كسانو وېره ختمه شي چې خپل ارتداد نه شي اعلانولى. دا په حقيقت كې د مسيحيت په لوري د خلكو د تشويقولو لپاره يوه كركجنه توطئه وه. دغه حالت ته په پام سره د دې ضرورت وو چې د مسيحيت په حقيقت د خلكو د پوهاوي لپاره انجيل ته يوه كره كتنه وشي، له قرآن سره مقايسه كړي شي، خلك په دې پوه شي چې بايبل څه ويلي؟ او قرآن څه ځواب وركړى؟ دا حقيقت ورته جوت شي چې مسيحيت ته اوښتي او له اسلامه مرتد شوي كسان په دې خاطر مسيحيت ته نه دي اوښتې چې انجيل ئې لوستلى او هغه ئې يو داسې كتاب موندلى چې تر قرآن غوره په نظر ورغلى، د انجيل استدلال ئې مضبوط او بلنه ئې اغېزمنه او لارښوونې ئې د انسان د نېك مرغۍ ضامن موندلې او په هغه كې ئې د خپلو ټولو پوښتنو ځواب ترلاسه كړى!!! مخكې له دې چې زه بايبل ولولم، ګمان مې كاوو چې دا به همغه مقدس آسماني كتاب وي چې د الله تعالى له لوري پر عيسى عليه السلام نازل شوى، خو الله تعالى په دې خاطر منسوخ كړ او پر ځاى ئې قرآن راولېږو چې دين پلورونكو مسيحي علماوو په هغه كې تحريف وكړ، ځينې برخې ئې بدلې، ځينې ئې حذف او ځينې ئې غلط تعبير او تفسير كړې، ګمان مې دا وو چې ښايي معمولي تغيرات به په كې راغلي وي او ډېرې برخې به ئې له لاس وهنو او تحريفه خوندي پاتې وي، د همدې لپاره مې فكر كاوو چې هغو درنو مفسرينو كومه لويه اشتباه نه ده كړې چې د قرآن د تفسير په دوران كې ئې په دې كتاب استناد كړى يا ئې ځينې قصې ترې رانقل كړې، خو كله چې ما په بايبل كې تحقيق پيل كړ؛ راته جوته شوه چې ما سخته اشتباه كړې وه، نه دا انجيل همغه مقدس آسماني كتاب دى او نه په دې كتاب استناد كول صحيح دى، په دې كتاب كې چې كوم څه ډېر لږ موندلى شو نو هغه؛ الهي كلام ته ورته جملات دي، ما په دې طمعې او هيلې بايبل پرانېزو او د هغه مطالعه مې پيل كړه چې په تورات او انجيل كې د يهودانو او مسيحيانو له لوري شوي تحريفونه به د قرآن په رڼا كې په ګوته كړم، هره پاڼه مې په همدې طمعې اړولې چې كه په مخكنۍ كې مې الهي كلام تر سترګو نه شو، ښايي په دې پاڼې كې به ئې ومومم او كه په دې كتاب او رسالې كې مې ونه ليدو په نورو كې به ئې وګورم، خو ما بايبل پاى ته ورساوو پرته له دې چې زما آرمان ترسره شي، باور وكړئ ما په ټول بايبل كې د الله تعالى د مبارك كلام دومره څه هم ونه موندل لكه يوازې په آيت الكرسي او يا د فاتحې د سورې په اوو آيتونو كې چې راغلي. بايبل په اصل كې د بې بنسټه رواياتو داسې مجموعه ده چې له عيسى عليه السلام نه ډېر وروسته د بېلابېلو ليكوالانو په لاس ليكل شوي، زياتې برخې ئې د بني اسرائيلو د قوم د شجرې، نسب او تاريخ په اړه بحث كوي، يوه لويه برخه ئې د داسې قصو مجموعه ده چې د هر هوښيار او عاقل انسان له نظره مسخره او خيالي ناولونو ته ورته برېښي، يوه برخه ئې داسې وړاند وينې دي چې تر اوسه ئې هېڅ يوه سمه او صحيح ونه ختله، ډېره لږه برخه ئې احكام دي چې په دې كې هم تر هر څه زيات د بني اسرائيلو د معبد د څرنګوالي او د قربانۍ د وړاندې كولو طريقې ښودل شوې. ما ته د تحقيق په دوران كې ثابته شوه چې قرآن كريم د دې كتاب نږدې په سلو كې د پنځه نوي برخو ترديد او د پنځو تصحيح كوي. په بايبل د نقد په اړه تر دې د مخه هم ډېر كتابونه ليكل شوي، مخصوصاً په عربي او اردو كې، هر كتاب د نقد لپاره ځانګړې طريقه غوره كړې، خو ما چې كومه طريقه غوره كړې هغه له لوستونكي سره مرسته كوي چې له يوې خوا د بايبل يوه مشرح خلاصه ولولي او له بلې خوا د اعتراض وړ ټول موارد ورته جوت شي، ما لومړى د بايبل د هرې برخې خلاصه په پوره امانت او تفصيل سره وړاندې كړې، بيا مې تر نقد او كره كتنې لاندې نيولې، په نورو كتابونو كې دا طريقه نه ده كارول شوې، يوازې د اعتراض وړ برخې بېلې بېلې څېړل شوې، د دغو كتابونو لوستونكي دې ته اړ كېږي چې بايبل هم خپلې مخې ته كېږدي او ولټوي چې تر نقد لاندې برخه چېرې راغلې، په كومه صيغه او په كوم ارتباط!! زمونږ نقد ئې له دې مشكل څخه ژغوري. په دې ليكنې كې ما د دې هڅه هم كړې چې د بايبل اكثر برخې د قرآن د آيتونو په څنګ كې كېږدم، توپير ئې له الهي كلام سره په ګوته كړم او د درنو لوستونكو قضاوت ته ئې وړاندې كړم. ما د تحقيق او نقد په دوران كې د بايبل له هغو دريو نسخو استفاده كړې چې د بايبل د يوې مشهورې او معتبرې نشراتي ادارې لخوا په فارسي، عربي او انګريزي كې ترجمه او نشر شوې، دا مركز د نړۍ په مختلفو ژبو د بايبل د ترجمې او نشر تر څنګ، ګڼ شمېر تلويزيوني شبكې، راډيوګانې او انټرنيټي صفحې هم لري، د نړۍ په نږدې دريو سوو ژبو ئې بايبل ترجمه او نشر كړى، د بايبل ډېرې قصې ئې په كارتوني بڼې كې هم تيارې او نشر كړې او هره ورځ ئې د دغو شبكو له لارې نندارې ته ږدي. دا بايد علاوه كړم چې په دغو دريو نسخو كې هم ډېر ځلې اختلافات ترسترګو كېږي، په داسې حال كې چې ژباړه او خپرېدا ئې د يوه مركز له لوري ترسره شوې، د دغو نسخو تر منځ د اختلاف په صورت كې ما اكثراً د فارسي نسخې وينا د نقد لپاره غوره كړې.