داستعداد په ورانولو کې د انټرنېټ رول

آیا گوگل مو ناپوهه کوي ؟

تاند :  د هاروارډ د پوهنتون د سوداګرۍ د څانګې د تخصصي مجلې پخواني مدیر  نيکلاس کر (Nicholas Carr)  په یوه مقاله کې چې د اتلانتیک په نوم په یوه امریکايي کلتوري میاشتنۍ کې خپره شوې ده ، اندېښنه لري چې د انټرنېټ کاروونکی نسل کمه مطالعه کوي .

ښاغلی کر په دې برخه کې لیکلي : داسې احساس کوم چې انټرنېټ زما د باور د څرګندولو د تمرکز د ځواک د لږولو په حال کې دی . زما ذهن هم لږ لږ په هماغه کچه چې شبکه پراخیږي د اطلاعاتو په راټولو لو کې عادت کیږي .  داسې احساس کوم چې هغه اوبتل ته ورته یم چې د ټکو او تورو په سمندر کې غوټې خوري .

 وېب مدنیت زموږ د ذهنونو د شرطي وراني په حال کې دی . شبکې زموږ د لوستلو ، ټاکنې آو یاد ځواک کم کړی او په تېره یې زموږ د تمرکز او دقت ځواک له منځه وړی .

هغه ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې (آیا ګوګل موږ ناپوهه کوي ؟)  (Is Google making us Stoopid) په ډېرو دلایلو دغه پوښتنې ته ځوابونه ویلي . نیکلاس کرد stupid ټکی چې د ناپوه په معنا دی  د Stoopid په بڼه لیکلی او هڅه یې کړې چې په دې توګه دغه ټکی له Google سره ورته وښيي .

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې لیکلي : دا ریښتیا ده چې موږ کله  دکومې لیکنې یا کتاب دلوستلولپاره د کمپیوټر مخې ته کښېنو نو په یو وخت مو ذهن ډېرځایونه بوختیږي او د څو پاراګرافونو له لوستلو وروسته د ستړیا احساس کوو . په دې ډول خپله لیکه بدلوو او د بل لینک د کتلو لپاره ځان چمتو احساسوو .

نیکلاس کر لیکلي : تاسې نشیئ کولای چې د ۱۲ آنتونیوسالریو (د ۱۸او ۱۹ پېړیو ایټالوی سندرغاړی)په استعدادونو  د موتڅارت یوه ټوټه هم جوړه کړئ . تاسې نشیئ کولای چې د بااستعداده محصلینو کمېټه جوړه کړئ او د فرانسوي انځورګر ماتیسې هنري اثر لادنس وکاږﺉ . ځکه چې زموږ هغه تلپاتې ناتواني زموږ له څو ډولي وجود سره سازش کوي او ددې لامل کیږي چې زموږ کږلون د هنري بېلګو په اخیستو کې غلط شي .

الکساندر ګراهام بېل د تېلفون مالک دی ځکه چې هغه جوړ کړی او له آنتونیو مؤچي څخه یې ژر ثبت کړی دی همداسې نور مخترعین او پوهان .

د کر په باور انټرنېټ د کاروونکو پام او دقت له منځه وړی او ددې لامل کیږي چې استعدادونه هیڅکله هم ونه غوړیږي .

په حقیقت کې دا لومړی ځل ندی چې د انټرنېټ د نوښت ځپونکو او استعداد وژونکو رولونو په اړه خبرداری ورکول کیږي تردې وړاندې هم د انګلستان د برایټن پوهنتون د رسنیو او اړیکو استاد تارابازون له ګوګل او ویکي پدیا څخه د څیړنو د سرچینو استفاده د خپلو محصلینو لپاره منع اعلان کړه .

دغه استاد  په دې اړه څرګنده کړې : مسله داده چې نن زیاتره محصلین له خپل مغز څخه د استفادې لپاره څومره کږلون نلري . موږ باید د څېړنې  ارزښت بېرته راژوندی کړو . له همدې امله دی چې ما د ګوګل او ویکي پدیا په څېر له وېبپاڼو استفاده منع کړه او خپلو محصلینو ته مې دهغو کتابونو لست ورکړ چې  په مټ یې خپلې څېړنې بشپړولی شي .

دغه استاد د برایټن د پوهنتون په رسمي وېب پاڼه کې لیکلي : غواړم چې محصلین مې د مېز شاته کښېني او کتاب ولولي . غواړم چې هغوی د لیکلو او چاپ شوو پاڼو تجربه ولري ، هماغه راز لکه څرنګه چې یې د پیکسل او ډیجیټل محتویاتو تجربه زده کړې . په حقیقت کې غواړم چې محصلین مې دغه دواړه تجربه کړي نه یوازې یو یې .

همدغه راز په دې وروستیو ورځو کې مایکروسافټ ، ګوګل ، اینټل او آی بي آم په بریښنالیک د روږدي کېدو د جاج لپاره چې ددغوشرکتونو د کارکوونکو د کارونو د ځنډ لامل شوی  یوه کمېټه جوړه کړه .

د پرزو نړیوال تولیدوونکي (اېنټل ) د اتو میاشتو په اوږدو کې د شرکت دننه یوه څېړنه ترسره کړه چې د بریښنالیک له محدودولو وروسته یې د دې ټکنا لوجۍ په اړوندو په خلکو کې د نوښت احساس وموند او کاري وړتیا یې هم زیاته شوه او هم یې د کار کچه لوړه شوه .