ترجمه: دوى لکه بوده گان دي: بلکې دوي له بوده گانونه هم خو رابى لارې دي: ځکه چې بوده گان موسيقي نه لري ، سينما، تياتر، تلويزيون، ويديو او په کمپيوټر کې انټرنټ نه لري، بوده گان د جنسى غرايزو د توپاني کولو لپاره له طب نه مرسته نه غواړي، په داسې حال کې چې دوى د شعر، موسيقى، مجسمه جوړولو سينما، تياتر ، تلويزيون ، ويديو او کمپيوټر په هنرونو کې د جنسي بربنډو اړيکو داسې غوبل جوړ کړى چې لاس ترلاسه څوک په کې ځان نشي ليدلى، د انسان د کرامت او شرافت په کې نښې قدرې هم نه دى پاتې شوى، بربنډ شعرونه ، بربنډې ويډيويى صحنې او سټيجونه چې له شعر او موسيقى سره کمپوز شوى وي، بربنډ سينما، د بربنډو لويديځوالونجونو درجنونه ، درجنونه چې په نټ خونو کې د ځوانانو د بى لارې کولو لپاره په ډيره فجعيه توگه ښودل کيږي: دلته گورو چې پر عقيدې باندې ملنډې وهل کيږي، دين د اوزگارو خلکو شعار ښودل کيږي، معاد او نورو مومن به ارزښتونو ته د زرې هومره اهميت نه دي قايل او هغه د خپلو خرمستيو په وړاندې لوى خنډ ارزوي: کله چې کومه پارچه موسيقى پيل کيږي د شعر د هر فرد ترجمان د ښايسته نجونو پټ اندامونه او بالاخره بربنډ جنسى ارتباط وي: له بده مرغه اوس په اسيايي هيوادو کې هم دا مکروب گډ شوى، عربى اردو، پنجابي، فارسي او پښتو موسيقي هم ور ورود لويديځوالو موسيقى ته ورڅيرمه کيږي او د همدغه مزخرف موسيقى آډيو سندرې په هوټلونو موټرونو، حجرو، ودونو: ميلو او خوښيو کې اورول کيږي، مسلماني ، پتمنې ښځى په ښاري موټرونو کې ناستې وي او بى نامو سه ډريوران هماغه شرافت سوزه او حيا وژونکى موسيقي په ډير مرد ارټون سره په ټيپ کې اوروي او يو مسلمان نه پيدا کيږي چې ورته ووايي ولې؟ زموږ د گران هيواد افغانستان به کليو، بانډو قصبو ناحيو او ښارونو کې هم همدا لوبه گرمه ده، يو کار گر به له نيستۍ نه دياړي کوي ، خو چې څيرې ته يې وگورې پر سر به يى ډش انټينا نصب وي، پوهيږئي چې په هغه ډش کې فقط ٣٠- ٦٠ چينلونه داسې وي چې خبري دي او خبر خپروي ،نور ټول په همدغو مردارو کې اخته وي، او دا نامراده او بدبخته اولس يې ننداره کوي.. علم نشته ، بصيرت نشته ، امر بالمعروف او نهى عن المنکر خپل سرخوړلى،
د غوبى پتو وگړو له دى ديرش کلنې غميزې هم عبرت وانه خيست، په لسگونو زره کورونه ړنگ شول په سلگونو زره ځوانان ، سپين ږيري ، ښځې او ماشومان د دغو دير شو کلونو په جريان کې ووژل شول، خو دوى له هغو نه هم عبرت نه اخلى، په دې کې شک نشته چې د څو تنو پرتوگ ښکلو خلکو د گناهونو په نتيجه کې زموږ ټول اولس ، د ديرشو کلونو په غميزو کې تس نس شول، مگر بيا هم همدغه پرتوگ ښکلي دي چې پر دې اولس حکومت کوي، قوانين ورته جوړ وي او تشکيلات ورته ټاکي.. آيا دا د بل عذاب د بلنې داعيه نه ده؟
د افغانستان ، پاکستان او عربي نړۍ پلرونو، سپين ږيرو ، مشرانو، عالمانو ،فاضلانو او د کورنيو مسئوولينو، پردې پوه شئ چې د عذاب دروازه همدغه د فحشاو خپريدل دى چې نن سبا زموږ په ټولنو کې د اور په شان په وچ ځنگل ور گډ دى، که چيرې تاسې د مسئوولينو په توگه د د شرعى مکلفيت له مخې ددې توپان مخه ونه نيسئ: نو لرې نه ده چې په دې سيمه کې به يو بل داسې عذاب نازليږي چې ايډز او نورى مرضونه يې گردهم نه دي، پر هغه مهال به ټول په کې سوځي.
مور خينو ليکلي دي جې د فلسطين فاتح سلطان صلاح الدين ايوبى يوه شپه د خپلې يوې فرقې د معاينې لپاره له کوره ووت کله چې پوځي فرقې ته ننوت چې هرې خيمې ته لاړ، له پهره دارانو پرته نور ټول عسکر يې د تهجد په حال کې وليد، هغه يوې بلې خيمې ته ورنږدې شو چې ډيوه په کې نه بليدله ، چې دننه يې وکوت، گوري چې ټول په خوب ويده دي او خړيږي.. د فرقي قوماندان يې وغوښت او ورته يې وويل: د دې خيمې پوځيان به ويښوې اوله دې فرقې نه به يې شړې : ځکه هر عذاب او مصيبت چې پر موږ راځي نو د همدغې خيمې له لارې به راځي.. نو راشئ او اوس وگورئ چې پر موږ باندې د هر ډول عذاب د نزول دروازه همدغه فحشار اوبى لاريتوب نه دى؟
ټول خلک داسې دي لکه چې شيطان مس کړي او ليونې کړي وي، له سره دا سوال نه پيدا کيږي چې له چا سره د دنيا ، دوزخ او د آخرت د عذاب غم وي ، ټول لکه غوباړو دمر دارو په راټولولو بوخت دي، تجار يې درواغ وايي، د خپلې ښځى طلاق اچوى او بياخپل مال خرڅوي او مال يې هم معلوم دى چې له کومه يې کړي، عالم يې رشوت خوري د درواغو شاهدي ورکوي، مشران يې په نا مشروعوسياليو کې دومره غرق دي چې اسلام ترې پاتې دى نو ددى اولس دې خداى مل شي چې څه به ورسره کيږي: (( الناس على دين ملوکهم)) پر بنا هيواد خو مو اشغال شوى دى او ملوک يې هم د ملوکانو د ملک مماليک دي که چيرې زموږ مسئوول مشران ورته توجه ونکړي : نو ((الناس على دين ملوکهم)) به ټول هغه شته امريکايان شي چې بيا به د بيربل خرترې جوړوي چې د دنياهيڅ صابون ونشي کړاى تور رنگ يى سپين کړي..
او که د امر بالمعروف او نهى عن المنکر لړۍ وشليده، بيا هم د عذاب انتظار باسئ!
امر بالمعروف او نهى عن المنکر به هم هغه خلک کوي چې اهل يې وي او صلاحيت ولري او په دې پوه شي چې په دعوت کې حکمت، موعظ او احسنه مجادله هر يو ځان ته ځاى لري او که بيا دا ټول له کاره ولويدل بيا خو زور شته کنه، له مرتد سره به څه چلند کيږي؟ هماغه چلند به ورسره کوي کنه ، مهلت به ورکوي چې که چيرې په دې درې ورځو کې اصلاح شوئ، ښه تر ښه او که نه نو د خپلې سزا منټونه وشميرئ !
بيا وگورئ چې څوک د اجرات کولاى شي چې دغسې مزخرفه موسيقى واوري، ډش انټينا نصب کړي، کمپيوټر غلط استعمال کړي، په موټرونو کې فحشې سندرې واوري د موذن آزان ته لبيک ونه وايي دجماعت لمانځه ته حاضر نشي او د خپلو بچوړو د اسلامي روزنې تدارگ ونکړي.
منم چې جهاد حق دى، خو دا هم وايم، تر هغه چې خلک د عقيدې او عمل په لحاظ اصلاح نشي د جهاد جبهې به ورځ په ورځ د لويدو کندې ته نږدې کيږي، ځکه همدغه اولس دى چې جبهاتوته مرسته کوي ځوانان ورليږي او په ډيرو سختو شرايطو کې ان د خپل ځان او کورنۍ د ژوند په بيه اسلام سنگر پياوړي کوي او که اولس نه وي جهاد به پر چا کوئ ؟ !