۱ : د امتحان صحنې ته له راتګه مخكې دوه ركعته نفل او دُعاء هيڅکله هم مه هيروئ .
۲ : په الله (ج) باندې دزړه له صدقه توكل او باور وكړئ له هغه نه په اخلاص وغواړئ چې زړه ته مو سكون او ډاډ دركړي ځكه كه دامتحان پر وخت سكون او آرام ونلرئ نوټول زده كړي شيان به مو له ياده ووځي .
٣ : له خپلو والدينو او نيكو متقي اشخاصو نه د ځان لپاره د دُعاء غوښتنه وكړئ .ځكه دمور اوپلار دُعا داولاد لپاره او دمتقيانو دُعا ستاسې په غياب كې قبوليږي .
٤ : دمسنونه اذكارو تكرار وكړئ او همدارنګه دحافظې دتقويت لپاره ضرور ده له ګناهونو نه ځان وساتئ ځكه په احاديثو كې رسول الله ( ص ) واضحه اشاره كړې چې ګناهونه دنسيان يا هيرولو او دحافظې دضعيفوالي باعث ګرځي همدارنګه يو ستر امام فرمايي چې ما خپل استاد ته دحافظې دكمزوري شكايت وكړ نو ( فاوصني بترك المعاصي ) يعني هغه ماته دګناه نه كولو لاښوونه وكړه .
ځينې هغه دعاګانې چې دحافطې دتقويت لپاره موثري دي :
١ - اللهم يا معلم ابراهيم علمني ويا مفهم سليمان فهمني .
يعني اى دابراهيم ( ع ) ښوونكيه ! ماته ښوونه وكړه او اى دسليمان ( ع ) پوهوونكيه ! ما پوه كړه .
٢ - رب اشرح لي صدرى ويسر لى امرى ول عقدة من لسانى يفقهوا قولى .
يعني اى ربه زما سينه پراخه كړه، كارونه مې راته آسانه كړه ، دژبې غوټه مې خلاصه كړه چې دوى مې په خبرو وپوهيږي.