بسم الله الرحمن ارحيم

الحجاب ايمان،وطهارة،حيا ُ عفة

حجاب ايمان دی ،پاکي ده،تقواده،حياده،ساتنه ده

حجاب فرمانبرداري دالله اودهغه درسول ده اوالله جل جلاله واجب کړی دی

ځکه الله جل جلالله فرمايي

وماکان لمؤمن ولامؤمنة اذاقضی الله ورسوله امرا ان يکون لهم الخيرة من امرهم ومن يعص الله ورسوله فقدضل ضلالا مبينا (سورة الاحزاب)

نسته يومؤمن نراوښځي ته يوکاربهترترهغه چي الله اودهغه رسول پرهغه فيصله کړي وي اوڅوک چي دالله اودهغه درسول نافرماني کوي نوهغه ګمرادی په ښکاره ګمراهي سره

اوبل ځای الله جل جلاله امر کړی دی وښځوته په ستراوحجاب سره داسي فرمايي

وقل للمؤمنات يغضضن من ابصارهن وفروجهن ولايبولن زينتهن الاماظهرمنها (سورة النور)

اوووايه ای نبي ومؤمنوښځوته چي به تړي سترګي دنامحرمودليدوڅخه اودوي به ساتي فرجونه خپل اونه به ښکاره کوي ښايست خپل مګر چي ښکاره وي ددوی څخه چي مخ لاسونه اوپښې دی

۱ـ حجاب عفة دی ځکه چي الله جل جلاله فرمايی

ياايهانبي قل لازوجک وبناتک ونسا ُ المؤمنين يدنين عليهن من جلابيبهن ذالک ادنی ان يعرفن فلايؤذين (الاحزاب)

ای نبی ووايه خپل بيبيانواولوڼواودمؤمنانوښځوته چي تاسي پوړني پرځان پيچی ددې وجې چي تاسي خلک ونه پيژني اوتاسي ته تکليف درونه رسوي

نوپدې وجه حجاب عفت يعني ساتنه سول

۲ـ حجاب طهارت دی الله جل جلاله فرمايی واذاسآلتموهن متاعا فاسُلومن ورا ُ حجاب ذالک اطهرلقلوبکم وقلوبهن (الاحزاب)

اوچي کله ستاسي نه يوپوښتنه وکړي ديوشي دښځونه نوپوښتنه به کوي دپردې له شانه ځکه چي داپاکی ستاسواوددوي دزړونوده

نوپدې وجه حجاب طهارت يعني پاکي هم سو

اوحجاب حيا ده ځکه چي رسول الله فرمايی

ان الله حيي ستريحب الحيا والستر

الله جل جلاله حيالرونکی اوپټ دي حيا اوپټوالی خوښوي

۳ـ حجاب تقوا ده الله فرمايی يابني ادم قدانزلنا عليکم لبآس يواري سواتکم وريشا ولباس التقوا ذالک خير(الاعراف)

اوحجاب ايمان دی خدای خطاب کوي په ايمان مؤمنانو ښځوته نه ټولوته

دبني تميم دقبيلې يوه ښځه وام المؤمنين حضرت عايشه ته راغله دغي ښځي باريکي جامې اغوستي وې اوبدن يې معلوميدی حضرت عايشې ورته وويل کچيري ته دمؤمنانوڅخه يې نودالباس دمؤمنانونه دي اوکه دغيرمؤمنانوڅخه يې نوبيا کوښښ کوه په اغوستلوکي يې يعني اغونده يې نوالله په ستراوحجاب کي حيا تقوا پاکي ايمان اوداسي نور رانغښتي دي دټول مومنانوخوندوڅخه مي داهيله ده چي په ستراوحجاب کي اوسي اودمومنانوورڼوڅخه مي داهيله ده چي خپل ښځي امرکړي په ستراوحجاب باندي ستاسودکاميابۍ په هيله

په درنښت

اخترمحمد خادم