په مصر کښې داخوان المسلمين نړيوال اصلاحى تحريک!
په مصر کښې داخوان المسلمين نړيوال اصلاحى تحريک!
ليک : محمد رمضان ترابى :
دغه بيانيه دجماعت داينده لپاره د اصول حيثت لرى : دهغه دخطاب ځينې ټکى دادى :
ځينو کسانو اسلام ظاهرى عبادات پوري محدود کړيدى که هغه څوک ادا کړى نو دوى پر مطمئن دي نور کسانو اسلام دغوره اخلاقو او روحانيت پورې محدود کړيدى . د دوى فکر د ژوند دمادياتو او دټولو لذاتو څخه مکمل اجتناب کول اسلام دے . بياځينو کسانو اسلام دعمل او تحريک په ځاې دژبى اقرار بولى . څه کسان اسلام موروثى او تقليدى شے ګڼى. او دعصر له موجوده ايجاداتو څخه وړاندى بولى . او دايجاداتو څخه هيڅ فائده نۀ اخلى .
او اسلام هرچا دخپلو خواهشات موافق تشريح کولو .
دغه قسمه خبرې به تاسو دهغو کسانو څخه اورئ چې څوک دفيرنګى استعمار او دهغوى په ثقافت باندې رنګ شوى وي . دوى د اسلام په باره کښې خپل مخصوص نظرلري زمونږ عقيده داده : اسلامى تعليمات او لارښودنې د دنيوى او اخروى ژوند دواړو سره تعلق لري. او هغه څوک چى داعقيده لرى چې اسلامى تعليمات د روحانى ژوند يا انفرادى عبادت پورې خاص کوى او د ژوندله نورو شعبو سره ئې هيڅ تعلق نشته دي هغوى په سخته غلطى کښې اخته دي .
اسلام په يو وخت کښې هم عقيده ده هم عبادت . هم وطن او هم نسل، حکومت هم. تصوف هم ، عمل هم دي . قران هم او توره هم، . قران شريف ددى ټولو نه بحث کوي .او ددى ټولو شيانو خلاصه او لب لباب اسلام دے .
داخوان المسلمين د دعوت امتيازات :
١ – دفقهى او مذهبى اختلافاتو څخه ليرې والے.
٢ - داقتدار،منصب اوجاه جلال والاخلقو څخه بې نيازى .
٣ - دسياسى ډلو او پارټى څخه ليرے والے .
٤ - په طريق کار کښې تدريجى شکل
٥ - د شهرت او ځان ښکاره کولو څخه ځان ساتل نتيجه خيز کار کول .
٦ - ځوانه طبقه د دعوت په طرف ته رابلل.
٧ - اوددعوت کار ښارونو او قريوته په تيزۍ سره رسول.
خاص امتيازات ئې دادى:
١ – زمونږ د دعوت مقصد دادى : چې خلق رب ته نږدى شى
٢ - دايو نړيوال دعوت دي او دا دعوت د ټولو خلقو لپاره دے .
٣ - دايو اسلامى دعوت دى .ځکه ددى نسبت اسلام ته شوے دے .
د اخوان المسلمين د دعوت مقصد او هدف :
١ - دخپل ځان اصلاح کول . چې يو مسلمان بايد دبدن په لحاظ قوى، او اخلاق ئې فاضله وي . عقيده ئې پاکه وي . او په صحيح توګه عبادت وکړى . او د ځان تربيه مهم شے دے .
٢ - د دوى دعوت مقصد دادے : چې يوه مسلمانه کورنۍ مينځ ته راشى . هغه داسې چې د خپلې فکرى نظريې احترام وکړى . او داسلام احکام او تفاهيم باندې په ټولو اړخونوباندى عمل وکړى
٣ - د ټولنې څخه فاسد اخلاق او منکرات پاکول . او ټولنه د دعوت اوخير طرف ته رهنمائى کول .
٤ - هيواد په مکمله توګه داجنبى استعمار څخه که هغه که سياسى وى او يا اقتصادي ، روحى او فکرى وي . خلاصول .
٥ - دحکومت اصلاح کول تر څو په مکمله توګه اسلام نافذ شى .
مسلمان امت ته خپل نړيوال برم او عزت او مجد بيرته واپس راوستل تر څو اسلامى هيوادونه دکفرى استعمار دپنجو څخه خلاص شى .
مسلمان امت ته دنړۍ قيادت او مشرى ورکول ترڅو چې داسلام بيرغ په ټوله نړى وځليږى او رپانده وى او هيڅ فساد او بد امنى نه وى او دالله دين په هر ځاې کښې نافذ وى او هرڅه د اسلام لپاره وي .
حسن البناء دده بيعت لپاره لس ارکان ټاکلى دى : په رساله التعاليم کښې وائى :
هر يو لفظ ئې جداجدا تشريح کړيدے مختصر الفاظ ئې دادى :١ - صحيح پوهه ٢- اخلاص . ٣ – عمل . ٤ –جهاد ٥ - قربانى. ٦ – اثبات ٧ - التجرد ٨ - ورورګلوى ٩ - اعتماد او ثقه والے، او په مختصرو الفاظو سره زمونږ هدف دادے : دالله رضا ٢ محمد صلى الله عليه وسلم زمونږ رهبر ٣ قران شريف زمونږ قانون . ٤ جهاد زمونږ لاره . ٥ دالله په لاره کښې شهادت زمونږ لوړه ارزو ده.
دحسن البناء شهادت :
امام حسن البناء ته الله رب العزت مومنانه بصيرت ورکړے ؤ. او هغه داعى وؤ. د دعوت دمشکلاتو څخه خبر. همدرانګى دمصر دحکومت دخفيه سازش نه هم خبرؤ .
حسن البناء په يوه غونډه کښې دخپلو عقيدى ورونو ته وويل : ماته حضرت عمر رضى الله عنه په خوب کښې راغلو او په لوړ اواز ئې راته ووئيل : حسنه ! وژل کيږې نو را پاڅيدم او دالله حمد او ستاينه مى وکړه او بيااودۀ شوم . چې بيا خوب کښې هاتف راغے او راته وويل : حسنه وژل کيږى . بيا را پاڅيدم او تر سهار مې تهجد او نفل وکړل . په کال ١٩٤٩- ١٢ فبرورى امام شهيد حسن البناء داخون د دفتر مخ ته شهيد کړے شو او حکومت دهغه دوژلو الزام په الوطن الجميع دولګولو چى مشرى ئې سعد زعلول کوله ددى دشهادت جرم براه راست دملک فاروق دډلې کسانو دانګريزانو په امر سرته ورسولو. دمصر حکومت د اخوان ټول مشران ګرفتار او بنديان ئې کړل اخبارونه مصادره شول دفترونه ئې وتړل شول همدارنګى اخوان المسلمين په ١٩٤٨ ء کښې د فلسطين په جهاد کښې برخه واخيسته . روسته حسن الهضيبى مرشد و ټاکلے شو .