دسرويښتان اودخلکوانديښنې
Monday, 06.30.2008, 12:00am (GMT)

سيدعبدالباري روحاني

د سرد وېښتانو رژېدل اوسمهال ديو زيات شمېر ځوانانو اندېښنې راپورته کړې دي هر هغه څوک چې د سر وېښتان يې ختلي وي، او يا د تويېدو په حال کې وي دوی په دې فکر کې دي چې څنګه وکولای شي چې د سر وېښتانو د رژېدو مخه ونيسي.

د څه مودې را په دې خوا د کندهار په ښار کې ځينو درمل پلورنکو د وېښتانو د رژېدو د مخنيوي درمل د بهرنيو هيوادو څخه راوارد کړي دي او دلته په چاپي او ږغيزو رسنيو کې په پرله پسې ډول اعلانات ورکوي چې د ښار ډېری ځوانانو يې په خورا توندۍ سره رانيولو ته مخه کړې ده، خو په دې لنډ وخت کې ډېری هغه کسان چې د دغو درملو په رانيولو سره يې ډېرې پيسې له لاسه ورکړې دي، ناخوښي ښيي دوی شکايت لري چې د دې پر ځای چې دغه درمل مو د وېښتانو د رژېدو مخه ونيسي، نور وېښتان مو هم ورژېدل حاجي شيخ محمد چې په څو ځله يې د سر وېښتانو د رژېدو په موخه له بېلابېلو درملو څخه استفاده کړې ده، د ډېرې مودې وروسته يې اوس هم د سر کله لغړه ښکاري،د ده په خبره چې درمل ځکه استعمالوي چې پر سر باندې يې د وېښتانو نه شتون سخت ځکلوي، خو فکر کوم چې دا درمل استعمالول نه يوازې دا چې زما لپاره بلکې د هر کس لپاره دروند اقتصادي زيان دی.

 د کندهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلابيا د وېښتانو رژېدل په ځينو خلکو کې حرسي ګڼي او زياتوي چې د وېښتانو بېرته راپورته کېدل امکان نه لري او کوم درمل چې د درمل پلورنکو له لوري له بهرنيو هيوادونو څخه راواردېږي د هغوی د شخصي ګټو لپاره دې ځکه د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې تر دم ګړيه هېڅ يو داسې کس نه دی ليدل شوی چې د درملو په وسيله دې وېښتان راپورته شوي وي. پخلا پر خلکو ږغ وکړ چې هر هغه څوک په دي موخه درمل ورباندي پلوري ، د مخنيوۍ په موخه دې د عامې روغتيا رياست کارکوونکي پري خبر کړي، او هم يې هغو جلدي ډاکټرانو او درمل پلورنکو ته چې پر خلکو د وېښتانو د مخنيوي اويادبيرته راپورته کيدوپه نامه درمل خرڅوي او تېرباسي يې، ګوت څنډنه وکړه، چې د دا ډول منفي عمل څخه ډډه وکړي که نه نو د قانون منګولو ته به يې ور وسپاري. خو په کندهار کې د همدرددرملوشرکت مسوول خليل الله چې د سر وېښتانو د مخنيوي لپاره په عمده توګه درمل پلوري په ډاګه وايي چې درمل يې ګټور دي. خليل الله د خلکو د هغو نيوکو په اړه چې درمل يې بې ګټې دي، وويل، هغوی د دې درملو استعمال په سمه توګه نه کوي، نو ځکه بې ګټې پاتې شوي دي.

 د يادونې وړ ده چې که له يوې خوا د عامې روغتيا رياست مسوولين دا نه مني چې د وېښتانو د بيا راپورته کېدو درمل دې موجود وي، او په کلکه يې د پلورلو مخالف دي، خو له بله پلوه په کندهار ښار کې ځينې درمل پلورونکي په ښکاره ډول د وېښتانو د رژېدو د مخنيوي په موخه بېلابېل درمل پلوري. د کندهار ښاريان دا پړه د عامې روغتيارياست پر مسوولينو اچوي چې دوی يې بايد ژر تر ژره مخنيوی وکړي او خلک د دې اقتصادي زيان څخه وژغوري